اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي په هيواد كښې د ټينس په شمول د نورو لوبو ودې له د زړه پورې چاپيريال او ټولو ممكنه آسانيو برابرولو عزم لرؤ، په ټېنس مقابلو كښې بهر هېوادونو څخه د لوبغاړو ګډون سره به د هېواد مثبت تشخص رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د انټرنېشنل ټېنس فېډرېشن جونیئر لیګ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ رانا مشهود احمد خان د ټېنس په مېدان كښې د اعصام الحق د خذمات اعتراف كولو سره ووئ??ل اعصام الحق پاكستان په ګرده نړۍ كښې معارفي كړے٬ ده د پاكستان د حقيقي مثبت تشخص رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل 12 هېوادونو سره د تعلق لرونكو لوبغاړو په ايونټ كښې ګډون خوشبينه دے۔ ده ووئيل په هېواد كښې د لوبو بحالۍ له د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ځوانانو ته موقعې وركولو له اقدامات كوؤ۔ ده ووئيل د ټېنس په مېدان كښې چې فېډرېشن كومې هم مرستې ته اړتيا لري ورسره به كولې شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم یوتھ پروګرام ??اندې هېواد كښې د لوبو ودې له صلاحيت لرونكو لوبغاړو ته موقعې وركولې شي٬ په ټېلنټ هنټ سپورټس كښې به ټېنس هم شامل كړؤ ،21 نومبر څخه د سپورټس لويې ایونټ ’’یونیورسټی اول??پی??ډ ‘‘ پېل كېدونكے دے۔ د دې په راتلونكي ايونټ كښې به ټېنس هم شامل كړے شي۔ ده ووئيل پاكستان څخه مثبت خبرونه راتلل پېل شوي ، د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے ، د سټاک اېکسچېنج ريكارډ 95 زره پوائنټس ته رسېدلے٬ ګراني كمه شوې او ترسيلات زر زيات شوي ٬ بهرني سرمايه كار يو وارې بيا پاكستان ته راروان شوي۔ ده ووئيل مونږ له به هره څانګه كښې پرمختګ كول وي۔ ده زياته كړه چې ?? وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لوري روان دے۔
Nguồn bài viết : MG Trực Tuyến